کابل -- د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲ مه/ د اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړ، او په کې یې په افغانستان کې د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره له متحده ایالاتو سره د مخامخ مذاکراتو غوښتنې تکرار کړې.
تر دې مخکې، واشنګټن دغه ډول غوښتنې رد کړي،او د افغانانو په مشرۍد سولې پر بهیر یې ټینګار کړی دی.
هبت الله په یوه لیک کې، چې د ایمیل له لارې رسنیو ته لېږل شوی، ویلي، «که امریکایي چارواکي په ریښتیا په سوله ییزه توګه د افغانستان د شخړې په پای ته رسولو باور لري، هغوی باید نېغ په نېغه د مذاکراتو مېز ته حاضر شي،»
هغه همدارنګه د افغانستان د جیګپوړو دیني عالمانو وروستۍ فتوا، چې ځانمرګي بریدونه یې حرام بللي، رد کړه.