|

عبدالله وایي،‌ چې له طالبانو سره د خبرو اترو دروازې به پرانستې وساتل شي

سلام ټایمز

کابل -- د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له دوچه ویلي سره په یوه مرکه کې، چې د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳ مه/ خپره شوه، یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي.

عبدالله وویل، «طالبانو د خلکو او د هېواد د برخلیک په وړاندې کامله بې مسؤلیتي ښودلې،» او زیاته یې کړه چې د خبرو دروازې به پرانستې پاتې شي.

هغه وویل، «طالبان وار له مخه مات کړای شوي دي.‌ د هغوی نظرونه رد شوي، د هغوی ایډیالوژي رد شوې او حقیقت دا دی چې د هغوی د ژوند لاره د افغانستان د مطلق اکثریت خلکو له خوا رد شوې ده.»

ولسمشر اشرف غنيد غبرګولي په ۱۷ مه له طالبانو سره د غبرګولي له ۲۲ مې څخه تر ۲۹ مې پورې یو موقت اوربند اعلان کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 1

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

په ننګرهار کې مقاماتو ارزښتناکه ځمکه، چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه، ونیوله

طالب اورپکو له څو کالو راهیسې په بټي کوټ ولسوالۍ کې په یوه سیمه باندې کنټرول درلود، او د هغې حاصلات یې ټولول چې ځایي اوسېدونکي یې د معیشت د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کړي ول.‌

د رایو شمېر

تاسو په افغانستان کې د ولسي جرګې وروستیو انتخاباتو ته په څه نظر ګورئ؟‌

نتایج وګورئ