کابل -- د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له دوچه ویلي سره په یوه مرکه کې، چې د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳ مه/ خپره شوه، یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي.
عبدالله وویل، «طالبانو د خلکو او د هېواد د برخلیک په وړاندې کامله بې مسؤلیتي ښودلې،» او زیاته یې کړه چې د خبرو دروازې به پرانستې پاتې شي.
هغه وویل، «طالبان وار له مخه مات کړای شوي دي. د هغوی نظرونه رد شوي، د هغوی ایډیالوژي رد شوې او حقیقت دا دی چې د هغوی د ژوند لاره د افغانستان د مطلق اکثریت خلکو له خوا رد شوې ده.»
ولسمشر اشرف غنيد غبرګولي په ۱۷ مه له طالبانو سره د غبرګولي له ۲۲ مې څخه تر ۲۹ مې پورې یو موقت اوربند اعلان کړ.