طالبانو په ننګرهار کې د سرپرست ولسوال د وژلو ادعا وکړه

سلام ټایمز

ننګرهار -- د افغانستان ۱ تلوېزیوني چینل د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸ مه/ راپور ورکړ، چې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د غني خېلو د ولسوالۍ د سرپست د وژلو د مسؤلیت ادعا وکړه.‌

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې وسله والو سړیو د دوشنبې په ورځ سبحان الله خطاب ته کار ته د تګ په لاره کې کمین نیولی وو.‌

دغه وژنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې حکومت د ۱۰ نورو ورځو لپاره له طالبانو سره اوربند وغځاوه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500