کابل -- د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني او د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۱ مه/ په یوه ټیلیفوني تماس کې د سولې د خبرو او له طالبانو سره د اوربند په هکله خبرې وکړې.
اعلامیه وایي، پېنس له طالبانو سره د اوربند کولو په هکله د غني د پرېکړې هرکلی وکړاو د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه یې، چې په پام کې ده د تلې په ۲۸ مه ترسره شي، ملاتړ څرګند کړ.
د سپینې ماڼۍ د اعلامیې په اساس، پېنس «له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره د مشارکت په برخه کې د متحده ایالاتو او د نړیوالې ټولنې ژمنتیا تکرار کړه،»
سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې پېنس د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو په برخه کې «د پرمختګ لپاره د غني هڅې وستایلې».