مټیس په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره مثبتې نښې ویني

ای اېف پي

الاسکا -- د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز مټیس یکشنبه /د چنګاښ ۳ مه/ وویل، چې په افغانستان کې د حکومت او طالبانو تر منځ‌ د خبرو لپاره هڅوونکې نښې موجودې دي.‌

هغه د طالبانو له خوا د ولسمشرغني د یوه درې ورځني اوربند د وړاندیز منلو ته اشاره وکړه.‌

مټیس په الاسکا کې وویل، «دا روښانه خبره ده چې د غني د اوربند د تګلارې ځواب ښه وو،»

«دغه کار نه یوازې د افغانستان په ملي حکومتي لوري کې بلکې همدارنګه دننه په طالبانو کې هم ژورې لارې واېستلې. مونږ به وګورو چې هغه وړاندې څنګه ځي.»

د دغه بې سابقې اوربند په ترڅ کې، د شخړې دواړو خواوو ته جنګیاليو هیله څرګنده کړه چې اوربند دوام وکړي.

خو داسې ښکاري چې دې صحنې، چې جنګیالي په ازاده توګه له امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو سره ګډ شول، د طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړ، او هغوی خپلو سړیو ته امر وکړ چې خپلو پوستو ته بېرته ورستانه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500