طالبانو په کونړ کې د داعش ۴ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې طالب اورپکو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۵ مه/ په کونړ ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۴ غړي ووژل.

د چارشنبې د ورځې /د چنګاښ د ۶ مې/ په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نښته په چپه دره ولسوالۍ کې وشوه.

اعلامیه زیاتوي، چې طالب اورپکو د داعش ۹ نور جنګیالي هم ونیول.

هېڅ ډلې هم سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500