غني وایي، حکومت تیار دی چې له طالبانو سره د هېواد په هره برخه کې خبرې اترې وکړي

سلام ټایمز

کابل -- د غني دفتر د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي ځکه چې ولس سوله غواړي.

هغه دا خبرې د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۵ مه/ په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د سولې د عالي شورا او د افغانستان د علماو د شورا په یوه غونډه کې وکړې.

غني وویل، حکومت به له طالبانو سره د هېواد په هره هغه برخه کې، چې دغه ډله یې انتخابوي، خبرې اترې وکړي.

طلوع نیوز د غني له قوله راپور ورکړ چې ویل یې، «آیا داسې مسئله شته چې طالبانو راپورته کړې وي او مونږ نه وي حل کړې؟ که ستونزه په افغانستان کې د خارجي قواو د حضور وي، راځئ چې یو له بل سره خبرې وکړو،»

هغه زیاته کړه، «دا د سیمې د هېوادونو لپاره سخته ده چې د جګړې په هکله تصمیم ونیسي، او دا ورته اسانه ده چې د سولې په هکله فیصله وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500