ولسمشر غني د لوګر د سولې په غونډه 'ناکام او شرمېدلي' بمي بریدګر وغانده

سلام ټایمز

کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۷ مه/ په لوګر ولایت کې د سولې په یوه غونډه شوی یو بمي برید وغانده.‌

د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د سولې غوښتنې په یوه غونډه کې یوه بمي برید د پنجشنبې به ورځ وختي لږ تر لږه ۸ ملکي کسان ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل. هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.‌

غني له خپل دفتر څخه خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي، د سولې فعالانو غوښتل چې یو د بل تر څنګ، په ورورۍ او یووالي کې ژوند وکړي.

هغه وویل، «سوله اوس د ټول هېواد په اساسي اړتیا بدله شوې، او هغه یوه عامه او ملي اراده ګرځېدلې ده؛‌ هر څوک چې د دې ملي ارادې په وړاندې ودرېږي هغه به ناکامېږي او شرمېږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500