لوګر-- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د طالبانو یوه موټربمي برید د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱ مه/ په لوګر ولایت کې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل.
چارواکو وویل، چې دغه پېښه په ځایي وخت د مازدیګر په ۶:۳۰ بجې د ولایت په مرکز پل علم کې وشوه.
چاودنې درې ښځې ټپیانې کړې.
چارواکو وویل، چې د بم هدف د بهرنیو ځواکونو یو کاروان وو.
ایتلافي ځواکونو په یوه اعلامیه کې د دغه برید پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې هېڅ عسکرو ته یې زیان نه دی رسېدلی او د کاروان یوازې یو موټر لږ خراب شوی دی.