کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۴ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله لري چې په را روانو اونیو کې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لومړۍ دوره ترسره کړي. دا د هغو هڅو برخه ده چې غواړي مذاکرات بیا پیل کړي.
د سولې د عالي شورا سکرتر محمد اکرم خپلواک د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۳ مه/ ولسي جرګې ته د خبرو د احتمالي پیل په هکله خبر ورکړ.
دغه اعلان څو ورځې وروسته له هغه مخې ته راغی چې ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۹ مه/ د یوه ۱۸ ورځني اوږده اوربند پای اعلان کړ، او افغان ځواکونو ته یې امر وکړ چې د طالب اورپکو پر ضد تهاجمي عملیات بیا پیل کړي.
کوم طالبان؟ طالبان خاص موقعیت نه لري. د سولې شورا ښایي ډېر شیان وغواړي، خو طالبان یوازې جنګ غواړي. تاسو باید جنګ ته په جنګ ځواب ورکړئ او سولې ته په سولې. په حقیقت کې، د سولې شورا اصلاً یوه د جنګ شورا ده. ان له هغه وخته چې د سولې شورا جوړه شوې، د طالبانو ځواکونه پیاوړي شوي او زیات شوي دي. د سولې شورا باید منحل کړای شي چې جنګ کم شي.
ځواب ورکړئ1 تبصره