افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب کې ۲۵ محلي وسله وال کسان د ملېشو د شخړې په سر ونیول

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۱۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو سړیو یو ۲۵ کسیز ګروپ ونیو.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۴مه/ په میمنه کې د فاریاب هوایي ډګر سره نژدې ترسره شول.

نیول شویو کسانو پلان درلود چې په دغه ولایت کې پر افغان ځواکونو برید وکړي. هغوی دا پلان وروسته له هغه نیولی وو چې افغان کمانډو سرتېرو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱ مه/ په فاریاب کې د ځایي ملېشو یو قوماندان، نظام الدین قیصري، په میمنه کې په یوه مجلس کې ونیو.

په اعلامیه کې راغلي، چې قیصري ګواښ کړی و چې په مجلس کې حاضر د اردو چارواکي وژني.

د قیصري له نیول کېدلو څخه وروسته، افغان ځواکونو په فراه، اروزګان او بدخشان ولایتونو کې د محلي ملېشو درې نور قوماندانان توقیف کړل.

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۱۳مه په لغمان ولایت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو افسرانو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د هغو محلي زورواکو پر ضد، چې د قانون حاکمیت نه منيبه، به ګامونه واخلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500