هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي بریدونو د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۴ مه/ په فراه ولایت کې لږ تر لږه ۱۹ تنه اورپکي ووژل او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه په پرچمن ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي، چې بریدونو همدارنګه د اورپکو دوه سنګرونه هم ویجاړ کړل.