جلال اباد -- د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په ننګرهار ولایت کې له یوه تفریحي ځای سره نژدې د لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې یوې چاودنې د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸ مه/ لږ تر لږه ۹ تنه ملکي کسان ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه سهار خواوشا ۱۰ بجې په چپرهار ولسوالۍ کې وشوه.
اعلامیه وایي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي طلوع نیوز ته وویل، «د ټپیانو له ډلې څخه د یوه حالت د اندېښنې وړ دی، او ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي دي،»
هېڅ ترهګرې ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.
تاسو او ټولو هغو کسانو ته، چې د دې خبرونو په خپرولو کې لاس لري، سلامونه او ښې هیلې وړاندې کوم. له تاسو نه میلیون ځلې مننه.
ځواب ورکړئ1 تبصره