سعودي عربستان به په افغانستان کې د سولې په هکله د نړیوالې غونډې کوربه وي

سلام ټایمز

کابل -- ازاد افغانستان راډېو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸ مه/ راپور ورکړ، چې له ۵۰ څخه د ډېرو اسلامي هېوادونو استازي به د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹ مه/ په سعودي عربستان کې سره وګوري او د افغانستان د سولې د بهیر په هکله به خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا، په مکه معظمه او جده کې د دغې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې به برخه وال په دې هکله خبرې اترې وکړي چې څنګه هغوی کولی شي چې افغانستان ته سوله راولي.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري ازاد افغانستان راډېو (آر اېف ای) ته وویل، «دا لومړی ځل دی چې له نورو هېوادونو څخه ډېر دیني عالمان سره غونډېږي او په افغانستان کې د سولې په هکله خبرې اترې کوي، او دا له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ډېره مهمه ده،»‌

په پام کې ده چې له افغانستان څخه یو ۳۰ کسیز هیئت په دې غونډه کې برخه واخلي.‌

د آر اېف ای د راپور په اساس،‌ طالبانو غوښتنه کړې چې افغان دیني عالمان دې په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500