افغانستان او ازبکستان د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې

سلام ټایمز

کابل -- د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷ مه/ په کابل کې د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ د ازبک حکومت له یوه هیئت سره د سوداګرۍ او امنیت په هکله خبرې اترې وکړې.

غني او کاملوف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او د ټرانسپورټ، مخابراتو او سوداګرۍ د لویو ګډو پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، هغوی همدارنګه په افغانستان او سیمه کې د وضعیت په هکله نظرونه سره تبادله کړل.

چارواکو د هغو تړونونو د پلیتابه په هکله هم خبرې وکړې چې د لیندۍ په میاشت کې له ازبکستان څخه د ولسمشرغني د رسمي سفر په ترڅ کې شوي وو.‌

دواړو خواوو په دې هکله موافقه بیا تایید کړه چې د ازبکستان په ترمز کې د افغانستان کنسولګري پرانیزي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500