په سعودي عربستان کې د افغانستان په هکله د نړیوالو عالمانو کانفرانس پیل شو

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې سعودي عربستان د اسلامي عالمانو د یوه نړیوال کانفرانس کوربه دیاو هڅه کیږي چې په دې توګه په افغانستان کې سوله راولي.

په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د نړیوالو عالمانو دغه دوه ورځنی کانفرانس د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹ مه/ پیل شو، چې غونډې یې په جده او مکه معظمه کې ترسره کیږي.

تمه وه چې د ۳۵ کسیز افغان هیئت په شمول، د ۵۷ هېوادونو له ۲۰۰ څخه ډېر استازي په کې برخه واخلي.

د دغه کانفرانس هدف دا دی چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړي او ترهګري او له تاوتریخوالي څخه ډک افراطیت په ټولو ډولونو کې وغندي. دا غونډه د سعودي د حکومت او د اسلامي همکارۍ د سازمان له خوا ترتیب شوې ده.‌

د اسلامي همکارۍ د سازمان رییس یوسف بن احمد العثیمین په کانفرانس کې وویل، «پوځي عملیات په افغانستان کې له جنګ څخه د راوتلو لاره نه ده،»

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸ مه/ هیله وښودله چې دغه غونډه به مرسته وکړي چې طالبان دې ته وهڅوي چې د مذاکراتو مېز ته راشي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500