مسلمانو علماوو د سعودي په کانفرانس کې په افغانستان کې د سولې لپاره غږ پورته کړ

ای اېف پي

جده -- د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه له ۱۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰ مه/ د یوه دوه ورځني کانفرانس په پای کې د سعودي په سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې په افغانستان کې د سولې د راتګ غوښتنه وکړه.

د غونډې د پای په اعلامیه کې، چې پر دوه اړخیز پوهاوي او مستقیمو مذاکراتو تاکید کوي، راغلي، «د جګړه کوونکیو مسلمانانو تر منځ سوله کول د عبادت یو له سترو او ډېرو معززو عملونو څخه دی،»

دغه غونډه چې، په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماوو نړیوال کانفرانس، په نامه نومول شوې، د سعودي د حکومت او د اسلامي همکارۍ د سازمان (OIC) چې مرکز یې په جده کې دی، په مرسته ترسره شوه.

د ۵۷ غړو لرونکي اسلامي سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین غونډه پای ته ورسوله او د افغانستان لپاره یې په یوه اوربند تاکید وکړ.‌

هغه د کانفرانس په پای کې وویل، «د اسلامي همکارۍ سازمان په ټولو ډلو غږ کوي چې اوربند وکړي، د اوربند درناوی وکړي او مستقیم مذاکرات پیل کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500