پنجشېر -- په پنجشېر کې د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۱ مه/ د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې هڅې روانې وې. چارواکو وویل، چې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او په سلګونو ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او محلي چارواکو وویل، چې د پنجشېر په غرونو کې ویلې کیدونکې واورې داسې ډنډ جوړ کړی چې لاندې کلیو باندې اوبه او خټې راتویوي. پنجشېر په واورو د پوښلو څوکو لرونکو غرونو له امله مشهور دی.
د اوبو او خټو سېل د دې سبب شوی چې د پنجشېر سیند، چې له دغې درې څخه تېرېږي، خپلې غاړې ووهي.
د پنجشېر د والي دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې لږ تر لږه ۱۰ کلي «سخت متاثر شول»، چې په سلګونو کورونه، دوکانونه او موټرونه په کې ویجاړ شول.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د وزیر د دفتر ویاند عمر محمدي ای اېف پي ته وویل، چې د ۱۰ افغانانو مړینه تایید شوې ده.
محمدي وویل، چې کلیوالو د بېلونو او نورو وسیلو په کارولو سره په خرابه کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کاوه.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د وزیر د دفتر مرستیال محمد قاسم حیدري وویل، چې د لټون او ژغونې ټیمونه په سیمه کې دي، او بې ځایه شویو کلیوالو ته د خوړو، اوبو، کمپلو او خېمو بستې ورلېږل کېږي.
حیدري وویل، چې خواوشا ۱۰ تنه محلي کسان ورک دي.
د دغو افتونو له امله د پنجشېر خلکو ته د انساني او مادي تاوانونو په ور رسېدلو سربېره، هلته بحري حیات ته هم تاوانونه ور رسېدلي دي.
ځواب ورکړئ1 تبصره