پکتیا -- د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۱مه/ په دغه ولایت کې له ۱۰۰ څخه ډېر طالب اورپکي په جګړه کې ووژل.
د پنجشنبې په اعلامیه کې راغلي، چې یو عملیات په احمد ابا ولسوالۍ کې ترسره شو چې ۵۵ تنه اورپکي یې ووژل.
اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو د مهمې سرې قطعې غړي او قوماندانان هم شامل دي.
له دې جلا، د ولایت امنیه قوماندانۍ وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په زرمت ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل او لږ تر لږه ۴۶ تنه طالب اورپکي یې ووژل.
چارواکو وویل، چې د طالبانو یو پخوانی تش په نامه ولسوال ایوب چې په کرامت هم مشهور وو، هم په مړو کې شامل دی.
امنیه قوماندانۍ د وژل شویو طالبانو د تلفاتو عکسونه خپاره کړل. اورپکو څو ساعته وروسته ځواب ورکړ او دغه راپورونه یې رد کړل.