کابل -- بي بي سي پاړسي راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۵ مه/ په کابل کې یو کس، چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي، هدف ته له رسېدلو څخه مخکې وویشت.
د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل، مشکوک کس پلان درلود چې خپل ځان د ملی جنبش ډلې د ملاتړو په منځ کې، چې د نوي ښار په پارک کې یې لاریون کاوه، وچوي.
ستانکزي وویل، پولیسو مشکوک کس روغتون ته وېووړ.
هېڅ ډلې سمدلاسه مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.