کابل -- د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان ملي اردو ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو له بند نه لږ تر لږه ۵۸ تنه بندیان را ازاد کړل. د برید د نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي، «په نتیجه کې، ۵۸ تنه بې ګناه خلک، چې ۴ د ملي اردو عسکر، ۱۵د ملي پولیسو منسوبین او ۴ ډاکټران په کې شامل ول، د طالبانو له بند نه را ازاد کړای شول،»
وزارت وایي، عسکرو ۴ تنه اورپکي ونیول.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.