داعش په کونړ کې ۱۲ ماین پاکان وتښتول

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د داعش ترهګرې ډلې په کونړ ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ماین پاکان وتښتول.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وویل، چې دغه پېښه د چارشنبې په ورځ ماښام خواوشا ۷ بجې /د چنګاښ ۲۷ مه/ په پېچ دره ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې ماین پاکان لګیا وو او سیمه یې له په لاس د جوړو چاودېدونکيو وسیلو څخه پاکوله.

مصمم وویل، «هڅې روانې دي چې ماین پاکان راخوشې کړای شي،» او زیاته یې کړه چې هغوی د AREA په نامه یوې ځایي کمپنۍ سره کار کوي.

د کمپنۍ یوه ویاند وویل، په تښتول شویو کې ۱۰ تنه ماین پاکان، یو د ټیم مشر او یو ډاکټر شامل ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500