کندوز -- د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۲۹ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان مقاماتو د هغو راپورونو په هکله یوه څېړنه پیل کړې چې وایي په کندوز ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي یا ټپي شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې «یو جیګپوړی پوځي او حکومتي پلاوی د دې لپاره ټاکل شوی چې دغه پېښه له نژدې څخه وڅېړي،»