امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۴ مشکوک طالب اورپکي ونیول

سلام ټایمز

کندهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو په کندهار ولایت کې د څلورو مشکوکو طالب اورپکو یوه ډله ونیوله.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغو مشکوکو کسانو په کندهار ښار، خاکرېز او میوند ولسوالیو کې د ترهګرۍ اړوند لویو فعالیتونو کې لاس درلود.

اعلامیې زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500