په کابل باندې د راکټونو په بریدونو کې ۳ ملکي کسان ټپیان شول

ای اېف پي

کابل -- پولیسو وویل، چې لږ تر لږه ۳ ملکي کسان وروسته له هغه ټپیان شول چې د سې شنبې په ورځ/د زمري ۲ مه/ په کابل راکټونه ولګېدل.

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل، دغه راکټونه د ښار لوېدیځ کې «په ۵ مه ناحیه کې د غره ډډې ته» د استوګنې په سیمو کې ولګېدل.

ستانکزي زیاته کړه، چې درې ملکي کسان ټپیان شول او پولیس هڅه کوي معلومه کړي چې راکټونه له کوم ځای څخه را وار شوي ول.‌

سمدلاسه هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی اخیستی.

راکټي بریدونه دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د کابل نړیوال هوایي ډګر سره نژدې وچاوه،لږ تر لږه ۲۳ کسان یې ووژل او ۱۰۷ نور یې ټپیان کړل.

داعش د یکشنبې د ورځې /د چنګاښ د ۳۱ مې/ د ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500