ننګرهار -- د ولایت د رسنیو ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲ مه/ په ننګرهار ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون ۵ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ په نکوړخېلو سیمه کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د اورپکو وسلې او چاودېدونکي توکي ویجاړ کړل.