د طالبانو ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې ۵ کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

پولیسو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۴ مه/ په کابل کې د افغانستان د استخباراتو له یوه کاروان سره نژدې خپل ځان وچاوه، چې لږ تر لږه پنځه افغانان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو د ملي امنیت ریاست په منسوبینو باندې د شوي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي وویل، چې دغه پېښه په ځایي وخت سهار ۵ بجې وشوه.

د ملي امنیت د ریاست څلور غړي او یو ملکي کس ووژل شول، په داسې حال کې چې د ملي امنیت د ریاست پنځه منسوبین او یو ملکي کس ټپیان شول.‌

ستانکزي زیاته کړه، «ډېر احتمال دا دی» چې بریدګر له داسې یوه موټر څخه استفاده کړې چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول.

خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳ مه/ راپور ورکړ، چې له دې جلا، د ملي امنیت د ریاست منسوبینو په پروان ولایت کې یو مشکوک شخص، چې د بمي برید اراده یې لرله، ونیو.

د ملي امنیت د ریاست په اعلامیه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو مشکوک کس، چې د خدای نظر په نامه یاد شوی دی، د استخباراتي معلوماتو په اساس په جبل سراج ولسوالۍ کې ونیو.

اعلامیه وایي، مشکوک کس په دې اعتراف وکړ چې هغه دې ته تیاری کاوه چې په کابل ښار کې ځانمرګی برید ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500