په کاپیسا کې هوایي برید د قوماندان په شمول د طالبانو ۶ وتلي جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،چې په کاپیسا ولایت کې د ایتلاف یوه هوایي برید د طالبانو د سرې قطعې لږ تر لږه ۶ غړي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د زمري ۹ مه/ یو موټر، چې د یاد یونټ یو قوماندان او د هغه امنیت ساتونکي چې په نجراب ولسوالۍ کې یې سفر کاوه، وویشتل.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500