ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ تنه اورپکي ووژل.
اعلامیه د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې عملیات د اندړ ولسوالۍ په شش خېلو سیمه کې ترسره شول.
سمدلاسه د اورپکو هېڅ ډلې هم په دې هکله څه نه دي ویلي.