په هلمند کې د طالبانو قوماندان او د هغه د کورنۍ غړي د چاودېدونکو توکو د جوړولو پر وخت ووژل شول

سلام ټایمز

هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوې له وخت نه مخکې چاودنې د یکشنبې په ورځ /د زمري ۱۴ مه/ په هلمند ولایت کې د طالبانو یو قوماندان او د هغه د کورنۍ دوه غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه په ګرمسېر ولسوالۍ کې په داسې حال کې وشوه چې قوماندان، چې د باران په نامه یاد شوی، له خپلو دوه زامنو او ورور سره یوځای د سړک د غاړې بمونه جوړول. دا نه دي ویل شوي چې د کورنۍ کوم غړي یې وژل شوي.

دې چاودنې ۷ ماشومان او ۴ ښځې ټپیان کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500