په بلخ کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان ووژل شول

ای اېف پي

مزارشریف -- چارواکو وویل، په بلخ ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ملکي کسان د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۷ مه/ هغه وخت ووژل شول چې د سړک د غاړې یوه بم د هغوی په موټر چاودنه وکړه.‌

د ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالرازق قادري ای اېف پي ته وویل، ۶ نور افغانان په شولګره ولسوالۍ کې د سهار وختي چاودنې په نتیجه کې ټپیان شول.

هغه وویل، «هغوی د ولسوالۍ مرکز خواته سفر کاوه چې په موټر یې چاودنه وشوه،» او زیاته یې کړه چې په مړو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.

ولسوال امیرمحمد وقار دا پېښه تایید کړه، او ویې ویل چې بم د اورپکو له خوا د دې لپاره اېښودل شوی وو چې افغان امنیتي ځواکونه پرې ووژني.

سمدلاسه هیچا مسؤلیت نه دی اخیستی، خو طالبان اکثر وختونه په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د دې لپاره کاروي چې هغه موټرې پرې ووهي چې بهرني او افغان ځواکونه او حکومتي چارواکي انتقالوي.

د ۱۷ کلنې جګړې لویه بیه ملکي خلک پرې کوي، چې د تلفاتو شمېر په کې د ریکارډ تر کچې پورې لوړ تللی دی.

په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې، لکه له لیرې یا د فشار په وسیله چاودېدونکي بمونه، د ملکي خلکو د مړینې او ټپي کېدنې لوی سببونه دي.

د ۲۰۱۸ په لومړۍ نیمایي کې، په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو ۸۷۷ ملکي کسانو ته تلفات وراړولي ول -- چې ۲۳۲ په کې وژل شوي او ۶۴۵ نور ټپیان شوي ول.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، دغه ۸۷۷ کسان په هېواد کې د ټولو وژل شویو کسانو ۱۷٪ جوړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500