|

افغان کمانډویانو ۱۰ یرغمل شوي کسان په هلمند کې د طالبانو له بند څخه ازاد کړل

سلام ټایمز

هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو د ۷م کنډک کمانډویانو په هلمند کې د طالبانو له بند څخه لږ تر لږه ۱۰ بندیان ازاد کړي دي.

دغه عملیات د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۶ مه/ په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې د هغو کسانو په ډله کې چې طالبانو نیولي ول، ۶ ملکي کسان او ۴ پولیس افسران شامل ول.

د زمري په ۱۱ مه،افغان کمانډویانو په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه محبس څخه د ماشومانو او زړو په شمول۶۱ ملکي کسان راخوشې کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 0

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

افغان حکومت د را روانو انتخاباتو د خوندي کولو لپاره کمپاین پیل کړ

د دفاع وزارت د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست او نورو امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي چې د انتخاباتو امنیتي پلان تطبیق کړي.

د رایو شمېر

آیا کېدای شي چې د روسیې په هڅو طالبان او افغان حکومت د سولې یوې دوامدارې هوکړې ته ورسېږي؟‌

نتایج وګورئ