هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو د ۷م کنډک کمانډویانو په هلمند کې د طالبانو له بند څخه لږ تر لږه ۱۰ بندیان ازاد کړي دي.
دغه عملیات د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۶ مه/ په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شول.
په اعلامیه کې راغلي، چې د هغو کسانو په ډله کې چې طالبانو نیولي ول، ۶ ملکي کسان او ۴ پولیس افسران شامل ول.
د زمري په ۱۱ مه،افغان کمانډویانو په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه محبس څخه د ماشومانو او زړو په شمول۶۱ ملکي کسان راخوشې کړل.