افغان امنیتي ځواکونو په پکتیا کې ۲۵ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د یو شمېر بهرنیانو په شمول لږ تر لږه ۲۵ اورپکي په پکتیا ولایت کې د نښتو په ترڅ کې ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې له ۴۰ څخه ډېر نور اورپکي ټپیان شول.‌

اعلامیه زیاتوي، چې دغه جګړه هغه وخت ونښته چې اورپکو په اریوب ځاځي او احمدخېل ولسوالیو کې هم مهاله بریدونه پیل کړل.‌

د اعلامیې په اساس، له اورپکو سره درنې وسلې موجودې وې.

چارواکو نور جزیات ورنه کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500