د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وایي،‌ داعش 'د روغې جوړې وړ نه دي'

سلام ټایمز

واشنګټن -- د پنتاګون د یوې اعلامیې له مخې، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال جوزېف ووټل، د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۷ مه/ وویل، چې د داعش هغه غړي چې تېره اونۍ په جوزجان کې افغان ځواکونو ته تسلیم شول «به د هغوی د جرمونو له امله په قانوني توګه تعقیب شي».‌

په پنتاګون کې له خبریالانو سره د خبرو کولو پر وخت، ووټل وویل، چې داعش «د پخلاینې وړ نه دی» او باید له منځه وېوړل شي.

ووټل وویل، «مونږ د داعش له خراسان څانګې سره د جوړجاړي په هکله هېڅ تصور نه لرو. زمونږ ماموریت دا دی چې دغه تنظیم له منځه وېسو.»

هغه وویل، «زه غواړم روښانه کړم چې د داعش د خراسان څانګې د له منځه وړلو لپاره د متحده ایالاتو او زمونږ د افغان شریکانو جګړه روانه ده،»‌

هغه زیاته کړه، «سږ کال مونږ د داعش د خراسان څانګې ګڼ شمېر جنګیالي وژلي دي، او لکه چې تاسو ته ښایي یاد وي، مونږ د اختر په مناسبت د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند په ترڅ کې د القاعدې په څېر د نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړ،»‌

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۵ مه/ وویل، د داعش له هغو جنګیالیو سره به، چې په جنګي جرمونو تورن دي، د قانون په اساس چلند وشي.‌

نژدې ۲۵۰ داعشي جنګیالي په وروستیو کې په جوزجان ولایت کې افغان پوځ ته وروسته له هغه تسلیم شول چې په هغوی باندې د ترهګرۍ ضد عملیاتو فشار زیات شو.لومړنیو راپورونو دغه شمېر ۱۵۰ کسان ښودلی وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500