|

ځانمرګي برید په هرات کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ کسان ووژل

سلام ټایمز

هرات -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بمي برید د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۸مه/ په هرات کې لږ تر لږه ۳ ملکي کسان ووژل. د خامه پرېس په وینا، په مړو کې دوه ماشومان شامل ول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، نصرت رحیمي، وویل چې دغه پېښه د هرات ښار په ۸ مه ناحیه کې د مازدیګر خواوشا ۶ بجې وشوه.

رحیمي وویل، چې ۱۱ نور افغانان ټپیان شول.‌

هغه زیاته کړه، چې په ټپیانو کې د افغان محلي پولیسو یو پخوانی قوماندان امیر شینډنډ هم شامل دی.

سمدلاسه هېڅ اورپکې ډلې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 1

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

د مشرانو له خوا د هغو قوماندانانو په لیرې کولو سره، چې تاوتریخوالی نه کوي، د طالبانو تر منځ اختلاف زیات شوی دی

په هرات کې د طالبانو مشرانو ډېر هغه قوماندانان له خپلو موقفونو څخه لیرې کړي چې نه غواړي جنګ ته دوام ورکړي.

د رایو شمېر

آیا د وري د میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه مخکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ د سولې تړون ممکن دی؟

نتایج وګورئ