د طالبانو پلاوی د افغانستان د سولې د پروسې او امنیت په هکله د خبرو لپاره ازبکستان ته تللی دی

ای اېف پي

تاشکند -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۱ مه/ وویل، چې د طالبانو یو پلاوی تېره اونۍ ازبکستان ته تللی وو چې د افغانستان د سولې د پروسې په هکله خبرې وکړي.

د کاملوف وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مسؤل شېرمحمد عباس ستانکزي د زمري په ۱۶ - ۱۹ مه په تاشکند کې د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.

اعلامیه زیاتوي، چې دواړو خواوو «په افغانستان کې د سولې د پروسې د لیدونو» په هکله خبرې اترې وکړې.‌

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د سولې او «د راتلونکي ملي پروژو لکه د رېللارې او د برېښنا د لینونو لپاره د امنیت برابرولو» په هکله خبرې اترې وشوې.‌

دا خبرې د وري د میاشتې په لومړیو کې ازبکستان ته د ولسمشر اشرف غني په سفر پسې وروسته ترسره شوې.

په کابل کې، چېرې چې په یاغیانو باندې فشار د دې لپاره مخ په زیاتېدو دی چې د نژدې ۱۷ کالو جګړه پای ته ورسوي، یو شمېر کسانو دغه حرکت وستایه.‌

طالبان په دوامداره توګه هڅه کوي چې په کابل کې د حکومت پر ځای، له متحده ایالاتو سره مخامخ خبرې ترسره کړي، او همدارنګه یې هڅې روانې کړي چې له نورو حکومتونو سره هم مستقل تماسونه جوړ کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند، احسان طاهري، ای اېف پي ته وویل، «د داسې کتنو ترسره کېدا به تر هغه وخته دوام ومومي څو چې اصلی خبرې شروع شي،»‌

په دې هکله تمې مخ په زیاتېدلو دي او امکان لري چې حکومت د را روانې میاشتې په لومړیو کې د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي.

د غبرګولي په میاشت کې یوه بې سابقې اوربند د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه د لنډ وخت لپاره ودروله، او جګړه ځپلیو افغانانو ته یې له تاوتریخوالي څخه د خلاصون فرصت په لاس ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500