افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې ۲ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې شنډې کړې

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۳ مه/ د پولیسو له قوله راپور ورکړ، چې افغان پولیسو په کابل ولایت کې په دوه بېلابېلو موقعیتونو کې احتمالي بمي چاودنې شنډې کړې.

د افغانستان د ملي پولیسو د جنایي څېړنو چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله د پلازمېنې کابل په دهمزنګ سیمه کې، او بله د شهرنو پارک سره کشف کړه.

د چارواکو په وینا، اورپکو پلان درلود چې د ریموټ کنټرول په کارولو سره په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې وچوي.

چارواکو وویل، چې له دې جلا، پولیسو یوه بله په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله، چې د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د پولیسو له مرکز سره نژدې ځای پرځای شوې وه، شنډه کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500