افغان امنیتي ځواکونه په غزني کې تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکوي

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وویل، چې افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۳ مه/ د غزني ښار تصفیې ته دوام ورکاوه، چې که کوم طالب اورپکی په کې پاتې وي، چې له منځه یې وېسي.

طالب جنګیالیو د زمري په ۱۹مه په دغه ښار باندې برید پیل کړ. د ایتلاف هوایي بریدونو هغوی بېرته په شا وتمبول، او خواوشا ۱۵۰ تنه جنګیالي یې ووژل.

دغه ماموریت د سې شنبې په ماسپښین په یوه ټویټ کې ولیکل، «غزني ښار د افغان حکومت تر کنټرول لاندې پاتې دی.‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د تصفیوي عملیاتو ترسره کولو ته دوام ورکوي،»

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د ماموریت یوه ویاند، ډګرمن مارتین اوډونیل، په یوه جلا اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ وویل چې، «نن، تر اوسه پورې د دښمن د هېڅ فعالیت په هکله راپور» نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه، «طالبانو، چې په غلطه او مکرره توګه ادعا کوي چې هغوی ملکي خلک نه په نښه کوي، بې ګناه خلک وژلي، کورونه یې وران کړي،‌ یو مارکېټ یې سوزولی او د یوه احتمالي بشري ناورین حالت یې رامنځته کړی دی،»

ای اېف پي د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړ، چې نه تایید شوي راپورونه د ملکي خلکو تلفات له ۱۰۰ کسانو څخه ډېر ښیي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500