د طالبانو له وحشت څخه وروسته غزني ته مرستې را ورسېدې

ای اېف پي

غزني -- ښاریانو او د خیریه چارو کارکوونکیو وویل، چې غزني ته د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۸ مه/ څو ورځې وروسته له هغه، چې امنیتي ځواکونو طالب اورپکي له ښار څخه پسې واخیستل، مرستې را ورسېدې.

وروسته له هغه، چې یاغیانو د زمري په ۱۹مه په یوه برید کې ښار ونیو، ښاریان د خوړو او اوبو له کمي سره مخامخ شول او د لومړنیو توکو بیې زیاتې شوې‌.‌هغوی په داسې یوه جګړه کې، چې سلګونه خلک په کې ووژل شول، ودانۍ وسوزولې او بېخبناوې یې ویجاړې کړې.

په غزني کې یوه کس، ګل بادشاه، چې د یکشنبې په ورځ له نورو سره یوځای د مرستو د وېش مرکز ته ورغلی وو، وویل، «مونږ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره دې مرستې ته اړتیا لرو،» هغه وویل چې د هغه کور د برید پر وخت د دوه راکټونو په وسیله ویجاړ شو.

یوه بل اوسېدونکي، سراج احمد، وویل چې هغه د یوې ګاونډۍ لپاره مرسته ترلاسه کوي، او ویې ویل چې د هغې مېړه، چې پولیس افسر وو او ځوان زوی، د جګړې په ترڅ کې طالبانو ووژل.‌

هغه وویل، «د هغوی په کورنۍ کې بل هیڅوک نه دي پاتې نو ما پرېکړه وکړه چې د هغوی لپاره دلته راشم او څه مرسته ورته ترلاسه کړم،»

د افغاني سرې میاشتې د سیمه ییزې ادارې رییس محمد اسماعیل وویل، وروسته له هغه چې د شنبې په ورځ /د زمري ۲۷ مه/ غزني ته د بشري مرستو لومړی کاروان را ورسېد، خلکو ته وریژې، غوړي او چای ورکړل شول.

هغه زیاته کړه، سرې میاشتې هیله لرله چې د یکشنبې په ورځ به ۸۰۰ کورنیو ته مرستې ور ورسوي، او د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۹ مه/ به ۱۲۰۰ نورو کورنیو ته مرستې ورکړي.

اسماعیل وویل،‌ «هغه خلک چې دا مرستې ترلاسه کوي هغوی په غزني کې د جګړې په ترڅ کې یا خپل عزیزان له لاسه ورکړي یا یې کورونه ویجاړ شوي دي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500