په فاریاب کې د طالبانو د نظامي مشر په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

فاریاب -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ‌ /د زمري ۳۰ مه/ راپور ورکړ،‌ چې افغان هوایي بریدونو د یو شمېر جیګپوړو مشرانو په ګډون ۱۰۲ طالب اورپکي ووژل.

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې د ورځې /د زمري ۲۹ مه/ د یوه اعلامیې په اساس، دغو هوایي بریدونو اورپکي هغه وخت وویشتل چې هغوی له بلچراغ ولسوالۍ څخه ګرزیوان ته سفر کاوه.

په اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شویو کې د شمال لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر،‌ مولوي مطیع الله، او ګڼ شمېر نور جیګپوړي طالب مشران شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500