افغان ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو په مرکز برید وکړ

سلام ټایمز

فاریاب -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۱ مه/ راپور ورکړ، چې افغان کمانډو ځواک په فاریاب ولایت کې په داسې یوه پټنځای، چې طالب اورپکو د خپل یوه لوی مرکز په توګه کاراوه، برید وکړ.

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، د سې شنبې د ورځې /د زمري ۳۰ مه/ په عملیاتو کې، چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وشول، لس تنه اورپکي ووژل شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان ملي اردو ځینې کوچنۍ وسلې او پوځي تجهیزات ونیول.

دا عملیات وروسته له هغه کیږي چې هوایي بریدونو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۹ مه/ په فاریاب ولایت کې د ګڼ شمېر جیګپوړو مشرانو په شمول۱۰۲ تنه طالب اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500