حکمتیار جنګي ګروپونه د افغانانو د دښمنانو په توګه یاد کړل

سلام ټایمز

کابل -- د طلوع نیوز په وینا، د اورپکو یوه پخواني مشر او د طالبانو د یو وخت متحد، ګلبدین حکمتیار، د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ وویل، چې هر هغه ګروپ چې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوي او سوله ردوي، هغه د اسلام او د افغانانو دښمن دی.

هغه په کابل کې د اختر د لمانځه په مراسمو کې وویل، «هر هغه څوک چې جنګ ته دوام ورکوي او د سولې پر ضد ستونزې جوړوي... هغه د خلکو، زمونږ د دین او د هېواد دښمن دی او د خارجیانو د ګټو لپاره کار کوي،»‌

حکمتیار همدارنګه په غزني کېد طالبانو د تېرې اونۍ خونړي وحشت ته د انتقاد ګوته ونیوله.

د تېرې لیندۍ په میاشت کې،‌حکمتیار له کریملېن سره د طالبانو ارتباط تایید کړ.هغه په خپل هېواد کې د ایران د بې ثباته کوونکیو فعالیتونو پر ضدپه لوړ اواز خبرې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500