افغان حکومت به د مسکو په کانفرانس کې برخه وانه خلي

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۱ مه/ وویل، چې افغان حکومت به د سولې په هغو خبرو کې، چې د وږي په ۱۳مه په مسکو کې ترسره کیږي، برخه وانه خلي.

اریانا نیوز د صبغت احمدي له قوله وویل، «مونږ روښانه کړې ده چې د سولې پروسه باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر مشرۍ لاندې ترسره شي. هره غونډه چې د افغانستان په هکله ترسره کیږي... یا [یوه] غونډه چې تمه وي، چې د افغانستان په هکله بحث وکړي، باید د افغانستان په محور کې وي.»

ازادۍ راډېو د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی یاد شوی، وویل، افغان حکومت غواړي چې د بهرنیو هېوادونو له مستقیمې ښکېلتیا څخه پرته، له طالبانو سره «مستقیمې خبرې وکړي».

په نورو هغو هېوادونو کې، چې د مسکو خبرو ته بلل شوي چین، هندوستان، ایران، پاکستان، او د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه شامل دي.

دا لا روښانه نه ده چې له دغو هېوادونو څخه کوم به یې په خبرو کې برخه واخلي.

د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې طالبان به برخه واخلي.

ښایي چې د اورپکو د ګروپ د هیئت مشري د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، شېرمحمد عباس ستانکزی، وکړي.‌

د الجزیرې د راپور په اساس، د اتمر دفتر د چارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې سفیر الیګزاندر مانتیتسکي ته وویل چې کریملېن باید «په طالبانو باندې فشار واچوي چې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500