کابل -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي بریدونو په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي ووژل.
د اعلامیې په اساس، دغه هوایي بریدونه په مقر او ګیلان ولسوالیو کې ترسره شول، چې لږ تر لږه ۸ نور اورپکي په کې ټپیان شول.
چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو همدارنګه د اورپکو عرادې ویجاړې کړې.