د افغانستان له خوا د فشار په زیاتېدلو سره روسیې د سولې پلان شوی کانفرانس وځنډاوه

سلام ټایمز

کابل -- د روسیې حکومت د افغانستان په هکله د سولې یو نړیوال کانفرانس، چې په مسکو کې کېده او اصلاً په پام کې وو، چې د وږي په ۱۳مه ترسره شي، د افغان حکومت له خوا د برخه اخیستنې له انکار څخه وروسته وځنډاوه.

د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ د ټیلیفون له لارې د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړې او ویې ویل چې هرې خبرې چې کېږي باید د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ وي.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو خواوو «پرېکړه وکړه چې د مسکو کانفرانس وځنډوي چې دواړه هېوادونه وکولی شي چې د لا نورې تیارۍ او د پروسې د مؤثرتیا په سر سره همغږي وکړي،»

افغان حکومت وروسته له هغه په خبرو کې برخه اخیستنه رد کړه چې مسکو کانفرانس ته د طالبانو یو هیئت ور وباله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500