افغان ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو د تش په نامه والي په شمول ۶۰ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د ۱۱ جیګپوړو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۶۰ تنه طالب جنګیالي ووژل.

اعلامیې د مشخصې نېټې له ورکولو څخه پرته ویلي، چې دغه هوایي او ځمکني عملیات په غورماچ ولسوالۍ کې ترسره شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ګاونډي بادغیس ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي، قاري محمد ایوب، چې په لالا مشهور دی، او د هغه مرستیال شیخ کریم هم په وژل شویو کې شامل دي.

له دې جلا، د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک په یوه برید کې د غورماچ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال مرستیال مولوي شاه ولي ووژل شو.‌

ټویټ وایي،‌ چې افغان ځواکونو دغه برید په قیصار ولسوالۍ کې ترسره کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500