پېنس او غني د افغانستان د امنیتي وضعې او د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړې

سلام ټایمز

واشنګټن -- سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني او د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د سې شنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ په یوه ټیلیفوني تماس کې د افغانستان د وضعې په هکله خبرې اترې وکړې.

د اعلامیې په اساس، «د ولسمشر مرستیال او ولسمشرغني په افغانستان کې د موجودې امنیتي وضعې او د سولې د پروسې د پیلولو د هڅو په هکله خبرې اترې وکړې،»

اعلامیه زیاتوي، دواړو خواوو همدارنګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو له خوا د تېر کال د اعلان شوې ستراتیژۍ د تاثیر په هکله خبرې اترې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500