د ایتلاف هوایي برید په ننګرهار کې د داعش ۶ غړي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د وږي ۷ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې د یوه قوماندان په شمول د دغې ډلې لږ تر لږه شپږ غړي ووژل.

د پنجشنبې د ورځې /د وږي ۸ مه/ د اعلامیې په اساس، دا پېښه د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې وشوه.

په اعلامیه کې راغلي، چې په مړو کې د داعش محلي قوماندان، یاسر خراساني، شامل دی.

چارواکو وويل، چې دغه هوایي برید همدارنګه د ترهګرو وسلې او مهمات هم ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500